Skip to content

اټرا

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې بورډ ۱۸ مه غونډه ترسره شوه.

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې بورډ ۱۸ مه غونډه ترسره شوه.

    ۱۴۰۲ کال د سنبلې ۱۹ مه

    د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) بورډ د ۱۴۰۲ کال په اتلسمه غونډه کې چې د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني تر ریاست لاندې جوړه شوې وه، د اټرا ادارې عمومي رئیس الحاج سید برات شاه آغا ندیم، د اټرا ادارې تخنیکي معاون، د ادارې مالي او اداري معاون، د بورډ غړو، تخنیکي متخصصینو او رئیسانو ګډون کړی وو، په یاده غونډه کې د حقوق او جواز، طیف منجمټ، پلان او پراختیا او نظارت او کنټرول ریاستونو اړوند مسایلو بحث ترسره او لازمې پرېکړې وشوې.

    د دې ترڅنګ، د جوازونو او جوازلیکونو د اسهامو د انتقال طرزالعمل هم منظور شو، چې د یاد طرزالعمل د تطبیق سره به په هېواد کې د مخابراتو په سکتور کې د جوازونو او جوازلیکونو د اسهامو د انتقال پروسه منظمه شي.