Skip to content

اټرا

د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) بورډ ۳۶ مه غونډه ترسره شوه!

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) بورډ ۳۶ مه غونډه ترسره شوه!

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظيم ادارې (اترا) د بورډ شپږ دېرشمه غونډه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزير الحاج مولوی نجيب الله حقاني تر ریاست لاندې جوړه شوې وه، د اترا ادارې عمومي رئيس الحاج مولوی سید برات شاه آغا ندیم، تخنیکي مرستیال، مالي او اداري مرستیال، د بورډ غړو، مشاورينو، متخصصینو او رئيسانو هم په کې ګډون کړی ؤ.
    په یاده غونډه کې د ادارې د ریاستونو اړوند وړاندیزونو په هکله هر اړخیز بحثونه ترسره او د یو شمېر مهمو موضوعاتو په هکله د موظفو کمیټو راپورونه واوریدل شول او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
    د ۱۴۰۳کال د وري ۵ مه د اترا مطبوعاتي دفتر