Skip to content

اټرا

د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې بورډ ۴۲ غونډه ترسره شوه

    نیټه: ۱۴/۱۲/۱۴۰۱
    د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د بورډ ۴۲ غونډه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني تر ریاست لاندې جوړه شوې وه، د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم، د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخیل، د بورډ غړو او رئیسانو ګډون کړی وو.
    په یاده غونډه کې د بېلابیلو موضوعاتو ترڅنګ د E-Band فریکونسۍ د وېش په هکله بحث او خبرې وشوې. اترا اداره هڅه کوي چې په هیواد کې د پرمختللو مخابراتي او انټرنټي خدمتونو لپاره مناسب چاپیریال رامنځ ته کړي، دې موخې ته د رسیدو لپاره غواړي چې مخابراتي شرکتونو ته د یو میکانیزم له مخې E-Band فریکونسي وویشي.
    د یادونې وړ ده چې E-Band فریکونسي د لوړظرفیت Microwave Bakchaul لپاره يوښه انتخاب دی او په هغه مسیرونو کې چې د نوري فایبر شبکې غځول ستونزمن وي نو یاده فریکونسي د نوري فایبر یو مناسب بدیل هم ګڼل کېدی شي ، اوسمهال د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه دداسې فریکونسیو بانډونو په لټه کې دي چې له یوې خوا دهغوې د بانډویټ اړتیاوې پوره کړي اوله بلې خوایې د Wireless Backhaul لګښتونه راکم کړي؛ نو ددې تشې د ډکولو لپاره د E-Band فریکونسي ویش ته اړتیا لیدل کیږي، یاده فریکونسي دخپلو تخنیکي ځانګړتیاوو په اساس دلوړباڼدویټ د لیږد لپاره ښه وړتیا لري.