Skip to content

اټرا

د اترا ادارې پلاوي د جنوبي آسیا هېوادونو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارو شورا (STARC) په څلوروېشتمه ناسته کې ګډون وکړ.

     

    د اترا ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه اغا ندیم او ورسره مل تخنیکي پلاوي د جنوبي آسیا هېوادونو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارو شورا (STARC) په څلوروېشتمه ناسته کې ګډون وکړ.

    یاده ناسته چې د نومبر میاشتې په ۳مه نېټه پېل او د همدې میاشتې په ۵مه نېټه به پای ته ورسېږي، د بنګله دېش هېواد په کوربه توب، د دې هېواد په پایتخت ډهاکه کې روانه ده.

    د نوموړې ناستې هدف د جنوبي آسیا په هېوادونو کې د ډیجیټلایزېشن او د طیف بهتره مدیریت (Spectrum Management) په برخه کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په نقش او مشترکو مېکانېزمونو بحث او د نظریاتو تبادله ترسره کېږي چې په نتیجه کې به یې په دې شورا کې شامل هېوادونه په مشترکه توګه د ډیجیټلایزېشن، ډیجیټلي بدلون او طیف مدیریت (Spectrum Management) لپاره لازم پلانونه او پالیسی ګانې ترتیب او لازمې همغږۍ او همکارۍ ترسره کړي.

    همدارنګه به په دې غونډه کې د یادې شورا له لوري د اتمې مرحلې پلان او د دې پلان پر اساس ترسره شوې کړنې تر بحث لاندې ونیول شي او د راتلونکې لپاره به پېشنهادونه وړاندې شي.

    همدرانګه به په دې درې ورځنۍ غونډه کې د یادو هېوادونو له لوري رالېږل شوي پروپوزلونه د غور او بررسۍ لپاره تر بحث لاندې ونیول شي او په نتیجه کې به یې د نهمې مرحلې پلان (SATRC Plan Phase IX) هم نهایي او منظور شي.

    د یادولو وړ ده چې د جنوبي آسیا هېوادونو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارو شورا (STARC) کې افغانستان¸بنګله دېش¸بهوټان¸ سری لانکا¸هندوستان¸ نیپال¸ ایران¸ پاکستان او مالدیف شامل دي.