Skip to content

اټرا

د اترا ادارې عمومي رئیس د دې ادارې له آمرینو سره وکتل

    د اترا ادارې عمومي رئیس د دې ادارې له آمرینو سره وکتل

    ۱۴۰۱ د حوت ۴ نیټه

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې ( اترا) عمومي رئیس ښاغلي مولوي سید برات شاه آغا ندیم د دې ادارې اړوندو څانګو له آمرینو سره وکتل.

    په دغه کتنه کې د اداري او ورځنیو چارو د چټکتیا، لا ښه والي، مراجعينو ته د بهتره خدمتونو وړاندې کولو، د اړونده ستونزو حل، او په دغه برخه کې د شته خنډونو د له منځه وړلو په هکله جامع بحث او خبرې وشوې. ښاغلي مولوي سید برات شاه آغا ندیم په یادو برخو کې لازمې لارښوونې او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. د یادونې وړ ده چې، آمرینو په خپل وار سره د ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل چې د مشرتابه لخوا واوريدلې او ستونزو ته د رسیدو او حل په موخه يې لازمې لارښوونې وشوې.