Skip to content

اټرا

د اترا ادارې د فریکونسۍ د څارنې او کنټرول سیستم کارکوونکو ته له سیستم څخه د ښې ګټې اخیستنې په هکله روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

     

    د اترا ادارې د فریکونسۍ د څارنې او کنټرول سیستم کارکوونکو ته له سیستم څخه د ښې ګټې اخیستنې په هکله روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
    د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) لخوا د فریکونسیو د څارنې او کنټرول سیستم د ښې کارونې په موخه اړوندو کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو. په دې ورکشاپ کې، چې لس ورځې به دوام وکړي اړوندو کارکوونکو ته د خارجي متخصصیونو لخوا د سیستم د ښې کارونې، ستونزو د حل او سیستم د ساتنې او مراقبت په هکله تخنیکي او مسلکي زده کړې ورکړل شي.
    د یادولو وړ ده، چې اترا ادارې په دې وروستیو کې د خدمتونو کیفیت د ښه والي او لوړولو په موخه د پلازمینې کابل په کچه د فریکونسیو د څارنې او کنټرول سیستم فعال کړی دی، یاد سیستم له فریکونسیو څخه د ګټورې ګټې اخیستنې او مدیریت د تنظیم ترڅنګ د غیرقانوني او جعلي ټرانسمیټرونو له کارونې څخه د مخنیوي په برخه کې کار کوي.