Skip to content

اټرا

د اترا ادارې اونیزه اداري غونډه ترسره شوه

    د اترا ادارې اونیزه اداري غونډه ترسره شوه.
    ۱۴۰۱ د کب ۱۵
    د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې اوونيزه اداري غونډه د الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم په مشرۍ ترسره شوه، چې د دغه ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل د بورډ غړو او د بېلابېلو ریاستونو ریسانو او آمرینو برخه اخيستې وه.
    یاده غونډه د قرانکريم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه، ورپسې الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم وينا وکړه او مسؤلينو ته يې د چارو د ښه والي له وظيفوي غفلت څخه د ځان ساتنې او د چارو د چټکوالي او په ښه توګه سرته رسولو سپارښتنه وکړه.
    ورپسې د تېرې غونډې په تعقیب په يو شمېر موضوعاتو بحث وشو، د ګډونوالو ستونزې او مشکلات واوریدل شول او د حل په موخه یې اړینې لارښوونې وشوې، غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.