Skip to content

اټرا

داترا ادارې داړتیا وړ قرطاسیې او مایع باب پروژې داوطلبي اعلان

    بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ

    السَّلامُ عَلَيْكُم ورَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاتُهُ

    د اترا ادارې د تهیه او تدارکاتو ریاست ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې (د اترا ادارې د اړتیا وړ قرطاسیې او مایع باب د تدارک او چمتو کولو)پروژې په دواطلبي کې، چې د دواطلبي شمېره یې( ATRA-NCB-G3-1403) ده، برخه واخلي او د اړوندې شرطپاڼې سافټ کاپي د اترا ادارې د تدارکاتو ریاست د قراردادونو آمریت څخه، چې د مخابراتو وزارت د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، تر لاسه او خپل وړاندیزونه د تدارکاتو قانون او کړنلارې مطابق د شرطپاڼې له شرایطو سرسم په تړلې توګه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه د وړاندیزونو سپارلو تر ورستۍ نېټې پورې، چې د ۱۴/۴/۱۴۰۲ نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې ټاکل شوې ده د اترا ادارې تدارکاتو ریاست د قراردادونو آمریت ته وسپاري. د یادولو وړ ده چې، ناوخته او د بریښنالیک له لارې لیږل شوي وړاندیزونه نه منل کیږي.
    د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په توګه څلور دیرش زره (۳۴۰۰۰) افغانۍ دی. د داوطلبۍ پرانیست غونډه پنج شنبې په ۱۴/۴/۱۴۰۳ نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۸ پوړیزه ودانۍ د لسم پوړ د کنفرانسونو په تالار کې جوړیږي.

    په درنښت