د مخابراتو پرمختیایي صندوق (Telecom Development Fund):
د مخابراتو پرمختیایي صندوق (TDF) د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اړوند بودیجه ده چې مهمه موخه یې د هیواد لیرې پرتو او کلیوالو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو غځول دي. د دې ترڅنګ یاده بودیجه په ښارونو کې له نوري فایبر او انټرنټ سره د ټولو ادارو او سکتورونو د نښلونې او په دولتي ادارو کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ، د الکترونيکي حکومتولۍ، او ډیجيټل سازۍ د ودې او د انټرنټ او ټکنالوجۍ د استفادې لپاره د تقاضا لوړونې په برخه لګول کېږي، چې ۲۱ وزارتونو او ادارو ته د لاندې فعالیتونو د تر سره کولو لپاره په مصرف رسیدلې:
- د عامې روغتیا وزارت تسهیلاتو او تجهیزاتو تمویل:
- ۳ لویو روغتونونو (جمهوریت، د پکتیکا روغتون او سمنګانو روغتون) لپاره د ټیلي میډیسن سیسټم
- ۵۷ روغتونونو او ریاستونو ته يې د نوري فایبر غځول.
- د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
- ۵۰ ولسوالیو ته د فایبر غځول، او
- ۶۲ ولسوالیو ته د معلوماتي ټکنالوجۍ د وسایلو توزیع
- پوهنې وزارت ته لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
- ۱۴۰ ښوونځيو ته فایبر غځول.
- ۲۰۰ ښوونځي د (P2P) له لارې د انټرنټ له شبکې سره تړل، او
- ۷۰۰ ښوونځيو لپاره ۷ زره پایې کمپيوټرونه.
- مالیې وزارت لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
- د ۵ ولایتي مستوفیتونو او ۳۲ مالیاتي حوزو ته د فایبر غځول،
- د وزارت مرکزي پاور روم لپاره وسایل او تجهیزات، او
- د ګمرکاتو معینیت د سیستمونو پاور روم لپاره د وسایلو او تجهیزاتو تهیه کول.
- د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
- له نوري فایبر شبکې سره د یاد وزارت د ۸ ولایتي ریاستونو نښلول
- د ښځو چارو وزارت لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
- د کابل شهرآرا باغ زنانه ته د نوري فایبر غځول،
- د امنیتي کامرو سیسټم ایجادول، او
- د IT لابراتوار او سرور روم ظرفیت لوړونه.
- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
- ملي ارشیف د فایبر غځول،
- د ملي ارشیف د اسنادو لپاره ډیجیټل سازۍ وسایل،
- د ځوانانو معینیت پنځو ولایتي دفترونو لپاره د معلوماتي ټکنالوجۍ وسایل، او
- ۵ زونونو ته د نشراتو د پراختیا لپاره د معلوماتي ټکنالوجۍ وسایل او ماشینونه.
- د ارشاد حج و اوقاف وزارت لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
- د ۱۶ دیني مدرسو او جوماتونو ته د کمپیوټر لیبونو او وسایلو تهیه،
- د آنلاین کنفرانسونو سیسټم ، او
- د ډیجیټل کتابخانو سیسټمونه.
- د علومو اکاډمۍ لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات تهيه شوي:
- ۱۱۰ پايې لپټاپ کمپیوټرونه او UPS ونه
- د PBX ټلیفوني سیسټم،
- د امنیتي کامرو سیستم،
- د معلوماتي ټکنالوجۍ تجهیزاتو او انټرنیټي بنډویټ.
- همداراز مو د اوبو او انرژۍ وزارت
- ۸ مرکزي سایټونه له نوري فایبر سره وصل شول.
- د لوړو زده کړو وزارت لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
- ۴۳ پوهنتونو او ۱۰کمپسونو ته فایبر غځول، انټرنیټ بنډوېټ او انټرانیټ شبکې جوړول،
- د ایروایشیا له تحقیقاتي او تحصیلي شبکې (TEIN-4) سره د ۸ پوهنتونونو نښلول.
- پولتخنیک او کابل طبي پوهنتونونو محصلینو ته د وړیا انټرنیټ خدمتونو لپاره د وایفای زون د شبکو ایجاد.
- ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او کندز پوهنتونونو کې د کمپيوټري لابراتوارونو ایجاد
- د احصایې ملي ادارې لپاره لاندې تسهیلات او تجهیزات برابر شوي:
- د سیسټمونو د مراقبت او د الکترونیکي تذکرو د چاپ ماشینونه،
- مرکز او ۳۳ ولایتي دفترونو ته د الکترونیکي تذکرو او احصایوي چارو په موخه کمپیوټري وسایل او سیستمونه،
- د تحقیق او نوښتونو مرکز لپاره کمپيوټري لابراتوار،
- د مرکزي دفتر بشپړ داخلي نیټورک،
- مجهز کال سنټر.
- د اټومي انرژۍ ملي ادارې ته:
- د معلوماتي ټکنالوجۍ سرور، او کمپيوټرونه برابر شوي.
- د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لپاره:
- مجهز کال سنټر او د VAS وسایل چمتو شوي.
- لویې څارنوالۍ ته:
- د کال سنټر ظرفیت لوړ او واکي ټاکي مخابرې تهیه شوي.
- د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې:
- د ۴۴ انسټیټوتونو لپاره مو کمپيوټري لابراتوارونه او اړوند تجهیزات برابر شوي،
- افغان پوست شرکت:
- ۱۵ پوسته خانې په کابل ښار کې او ۲۵ پسته خانې په ولاياتو کې له نوري فایبر سره وصل