اترا ادارې د دریو مسلکي بستونو لپاره آزموینه واخیسته!
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) د اړتیاو او تشکیل بشپړیدو په موخه د دریو مسلکي بستونو؛ د شرکتونو د مالي راپورونو د تحلیل ټیم لیډر، د تخنیکي معیارونو د کارمند او د احصایې (جي آی ایس) کارمند بستونو لپاره ازموینه واخیسته.
دغه آزموینه چې د ګمارنې کمېټې په حضور کې واخېستل شوه، ټول ټال ۵۵ کسانو په کې ګډون کړی وو، چې د پروسې له بشپړیدو وروسته به مسلکي او وړ کسان په یادو بستونو کې په دندو وګمارل شي.
د ۱۴۰۲ کال د جدي ۶ مه د اترا مطبوعاتي دفتر