Skip to content

اټرا

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د ټولیز لاسرسي اړوند لسمې پروژې د داوطلبۍ پروسې نېټې له پای ته رسیدو وروسته د یادې پروژې د آفرونو پرانیسته

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د ټولیز لاسرسي اړوند لسمې پروژې د داوطلبۍ پروسې نېټې له پای ته رسیدو وروسته د یادې پروژې د آفرونو پرانیسته نن سه شنبه چې د روان ۱۴۰۱ کال د دلو میاشتې له ۱۸ نیټې سره برابره ده؛ د اترا ادارې د مشرتابه، آفر پرانستونکي پلاوي او(۸) داوطلبو شرکتونو په شتون کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
    د یادولو وړ ده، چې په لسمه پروژه کې۴۵۰ سایټونه شامل دي، چې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې چیرې چې مخابراتي خدمات نه وي هغه ځایونو کې به یاد سایټونه جوړېږي. په لومړي پړاو کې د هیواد په پنځو ولایتونو (کابل، بدخشان، زابل، نورستان او ارزګان) کې د۹۰ سایټونو جوړولو چارې آزادې سیالۍ ته وړاندې شوې وې او د افر وړاندې کولو لپاره ټولو شرکتونه ته د روان کال د فبرورۍ میاشتې تر۷مې نېټې، چې د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې ۱۶ مې نېټې سره سمون لري، وخت ورکړل شوی وو. او نن یې د آفرونو پرانیسته ترسره شوه، چې د ارزیابي پروسې له طی مراحل وروسته به ګټونکي شرکتونه اعلان شي.