Skip to content

اټرا

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) اداري ناسته ترسره شوه

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) اداري ناسته ترسره شوه.
    دغه ناسته چې د اترا ادارې د عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم تر ریاست لاندې جوړه شوې وه، د یادې ادارې رئسانو او آمرینو هم په کې ګډون کړی وو، په یاده ناسته کې د مخابراتي او اداري خدمتونو د لا ښه تنظیم، د اداري او خدماتي چارو د چټکتیا، راتلونکو پلانونو، د پروګرامونو او ټي ډي ایف د تر لاس لاندې او نیمګړو پروژو د څرنګوالي او په یاده برخه کې د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو او ځینو نورو موضوعاتو هر اړخیز بحث او خبرې وشوې، د بېلابېلو ریاستونو نظرونه او وړاندیزونه واوریدل شول، چې د لاښو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو په پار هغوی ته اړینې لارښونې وشوې.