Skip to content

اټرا

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د بورډ ۳۸ غونډه

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د بورډ ۳۸ غونډه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني تر ریاست لاندې جوړه شوې وه، د اترا ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي سید برات شاه آغا ندیم، د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخیل، د بورډ غړو او رئیسانو ګډون کړی وو.
    په یاده غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ له سیم باکسونو څخه د ګټه اخیستنې د مخینوي په هکله بحث او خبرې وشوې. اترا ادارې د خپلو کړنو او فعالیتونو پر دوام د نورو کاري موضوعاتو ترڅنګ په دغه موضوع ډير تمرکز کوي، او تل یې هڅه کړې چې د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وکړي او مخابراتي شرکتونه دې ته وهڅوي چې ګرانو هیودوالو ته په ارزانه بیه با کیفیته خدمتونه چمتو کړي. له غیرې مجازو مخابراتي دستګاوو څخه چې په قانون کې ورڅخه منع شوې ده، ګټه اخیستل جرم ګڼل کیږي، له یادو دستګاوو څخه ګټه اخیستونکي کسان د نیول کیدو او ثبوت په صورت کې تر عدلي او قضایي څیړنو لاندې نیول کیږي.
    اترا اداره په منظمه او دوامداره توګه په مرکز او ولایتونو کې له مخابراتي مارکیټ څخه څارنه کوي او له قانون څخه د ساتنې ادارو په همکارۍ د غیر مجازو مخابراتي فعالیتونو په مخنیوي کې فعاله ده. په غونډه کې د مسوولینو لخوا اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وشوه چې په دې برخه کې خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.