Skip to content

اټرا

د اترا ادارې مسولینو او مشرتابه هییت د دې ادارې له ریسانو او امرینو سره د چارو د ښه سمون په هکله غونډه وکړه

    د اترا ادارې مسولینو او مشرتابه هییت د دې ادارې له ریسانو او امرینو سره د چارو د ښه سمون په هکله غونډه وکړه.
    ۱۴۰۱ د سلواغې ۱۷ نیټه
    د اترا ادارې مسولینو او مشرتابه هییت د دې ادارې د اړونده څانګو له ریسانو او امرینو سره د اداري چارو د لا ښه پرمخ وړلو او په چارو کې د سمون او ښه سمبالښت په هکله غونډه وکړه . په دغه ناسته کې د ورځینیو اداري چارو او فعالیتونو د موثریت او اغیزمنتیا په موخه د داخلي اداري پروسجرونو، ستونزو، پلانونو او پروګرامونو په هکله هر اړخیزې خبرې او لازمې لارښوونې وشوې.