Skip to content

اټرا

د اترا ادارې د دعوت او ارشاد رئیس معرفي شو

    د اترا ادارې د دعوت او ارشاد رئیس معرفي شو
    ۱۴۰۱ د سلواغې میاشتې ۱۷ نیټه ‍
    د اسلامي امارت د رییس الوزراء د حکم پراساس؛ محترم مولوي شاهین الله د اترا ادارې د ارشاد او دعوت درییس په توګه د دې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
    په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخیل، د ادارې اړوندو رېسانو او آمرینو ګډون کړی وو. مولوي شاهین الله دینې عالم او د افغانستان اسلامي امارت سره یې په بېلابېلو برخو کې د چوپړتیاوو وړاندې کولو او جهاد مخینه لري، نوموړی په بحر العلوم مدرسه کې د مدرس په توګه دنده ترسره کړې ده.