Skip to content

اترا

د مخابراتو وزرات د فاضلابو د تصفیه خانې د اعمار پروژې اعلان

    بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ

    السَّلامُ عَلَيْكُم ورَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاتُهُ 

    دافغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره(اټرا) ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې ترڅو د (مخابراتو وزرات د فاضلابو د تصفیه خانې د اعمار پروژې) چې ( ATRA-NCB-C1-1403 ) داوطلبۍ شمېرې لرونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطپاڼه د ( اټرا ) ادارې اړوند د تهیه او تدارکاتو ریاست د قراردادونو له آمریت څخه چې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات ۱۸ پوړیزې ودانۍ په دیارلسم پوړ کې موقعیت لري ترلاسه کړي او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل آفرونه په سرتړلي توګه د خبرتیا د خپرولو د نېټې څخه تر ۳/۵/۱۴۰۳نېټې چهارشنیې په ورځ د سهار تر لسو بجو پورې د دې ادارې د قراردادونو آمریت ته وسپاري ، نا وخته رسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

    د آفر پرانېستې نه مخکې جلسه په ۲۴/۴/۱۴۰۳ نېټه په شرطپاڼه کې ذکر شوې پته کې دایرېږي.

    له داوطلبانو څخه غوښتنه کېږي، کچېرته د اړونده پروژې په اړه پوښتنې ولري نو د یادې جلسې نه مخکې دې په لیکلي بڼه ادارې ته تسلیم کړي.
    د آفر پرانېستې غونډې جلسه د شنبې ورځ ۲۴/۴/۱۴۰۳ نېټې د سهار په لسو بجو د اترا ادارې اړوند لسم منزل د کنفرانسونو په خونه کې دایرېږي او دیادولو وړیې بولوچې د آفر تضمین د بانکي ګرنټي په ډول ( ۵۰۰۰۰۰) پنځه سوه زره افغانۍ ده.

    داوطلب باید لاندې لیکل شوي او په شرطپاڼه کې ټول مندرج معیارات پوره کړي:
    – د وروستیو پنځو کلونو څخه په (۲) دوه کلونو کې د داوطلب له لوري حد اقل د ترسره شویو ودانیزو چارو د معاملاتو حجم باید (۱۵۰۰۰۰۰۰) پنځه لس میلیونه افغانۍ وي.
    – د یو اصلي قراردادي په توګه په وروستیو لسو کلونو کې په ورته ماهیت او پیچلتیا سره په ودانیزو چارو کې لږ تر لږه یو قرارداد د (۱۰۰۰۰۰۰۰) لس میلیونه افغانیو په مبلغ او دوه قراردادونه د (۱۵۰۰۰۰۰۰) پنځه لس میلیونه افغانیو په مبلغ سره تطبیق کړي وي.
    – لږ تر لږه (۳۱۰۰۰۰۰) درې میلیونه او سل زره افغانۍ نقدي دارائي یا د اعتباراتو انواع ( قرضه) داوطلب نور تعهدات لکه بانکي حساب ولري.

    په درنښت