د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره غواړي چې د مختلف النوع روغنیاتو او فلټربابو چمتو کولو پروژه اعلان ته وسپاري، نو پدې اساس ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکول کیږي ،چې دآفرونو پرانسته غونډه یې ۲۹-۰۳-۱۴۰۲ نېټه د دوشنبې ورځ دسهار په لسو بجو د اټرا ادارې د کنفرانسونو خونه کې ترسره کیږي ګډون وکړي . چې د داوطلبۍ شمیره یې ATRA-NCB-1402-02 ده . او اړونده شرط پاڼه یې د تهیه او تدارکاتو ریاست د قراردادونو آمریت څخه د فلش ډیسک او یا هم www.atra.gov.af ویب پاڼې څخه ترلاسه کړئ . د تدارکاتو قانون ، کړنلاری او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دی خپل آفرونه په سرتړلي توګه ۱۳ پوړ د مخابراتو وزارت ودانۍ کې د قراردادونو آمریت ته وړاندي کړي . ناوخته رسیدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دې. د آفر تضمین بانکي وی او که نغدي ۲۵۰۰۰ پنځه ویشت زره افغانۍ دی.