Skip to content

اترا

د افغان بیسیم مخابراتی شرکت سره د تړون د پریکړې خبرتیا

    د افغان بیسیم مخابراتی شرکت سره د تړون د پریکړې خبرتیا ؛

    د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د (۲) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي ، چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اټرا) په پام کې لري دSTM-1 انټرنټ پروژې تړون د افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره چې جواز شمیره یې ۸۵۲-۱ او د پلازمینې کابل د دارالامان په سړک موقعیت لري او ټولیز قیمت یې ۲۵۱۱۰۰۰ دوه میلیونه پنځه سوه یوولس زره افغانۍ کیږي اعطا کړي .
    هغه حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې لري، کولای شي چې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې سره سم تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې له دلایلو سره یو ځای په لیکنې بڼه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) ته چې د مخابراتو وزارت په ۱۸ پوړیزه ودانۍ کې موقعیت لري، وړاندې کړي .
    دا خبرتیا د تړون د لاسلیک په مانا نه ده، پورته یاده شوې موده او ورپسې د قانوني پړاونو تر بشپړیدو پورې به دا تړون لاسلیک نه شي .