Skip to content

اترا

د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) بورډ ۳۰مه غونډه ترسره شوه!

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) بورډ ۳۰مه غونډه ترسره شوه!

    د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظيم ادارې (اترا( د بورډ دیرشمه غونډه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزير الحاج مولوی نجيب الله حقاني تر ریاست لاندې جوړه شوې وه، د اترا ادارې عمومي رئيس الحاج مولوی سید برات شاه آغا ندیم، تخنیکي مرستیال، مالي او اداري مرستیال، د بورډ غړو، مشاورينو، متخصصینو او رئيسانو هم په کې ګډون کړی ؤ.

    په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې  مخابراتي شرکتونه د افغانستان ټولې لویې لارې ( كابل – جلال آباد، كابل – خوست ، كابل – هرات ، كابل – مزار شريف ) د دوه میاشتو په ترڅ کې تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي. د دې ترڅنګ، ځینې نورو موضوعاتو په هکله هم هر اړخیز بحث او لازمې پریکړې وشوې.

    د ۱۴۰۲ کال د جدي ۲۵ مه د اترا مطبوعاتي دفتر