Skip to content

اترا

اترا ادارې د میاشتنۍ استحقاقیې لکه چای، بوره، چاکلیت، وچې شیدې، وچه میوه، کافي، هېل، او اوبو پروژه

    السَّلامُ عَلَيْكُم ورَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاتُهُ

    د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره(اټرا) ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې ترڅو د (اترا ادارې د میاشتنۍ استحقاقیې لکه چای، بوره، چاکلیت، وچې شیدې، وچه میوه، کافي، هېل، او اوبو پروژه ) چې ( ATRA-NCB-G6-1403 ) داوطلبۍ شمېرې لرونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطپاڼه د ( اټرا ) ادارې اړوند د تهیه او تدارکاتو ریاست د قراردادونو له آمریت څخه چې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات ۱۸ پوړیزې ودانۍ په دیارلسم پوړ کې موقعیت لري ترلاسه کړي او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل آفرونه په سرتړلي توګه د خبرتیا د خپرولو له نېټې څخه تر ۱۸/۵/۱۴۰۳نېټې پنجشنبې په ورځی د سهار تر لسو بجو پورې د دې ادارې د قراردادونو آمریت ته وسپاري، نا وخته رسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
    دیادولو وړیې بولوچې د آفر تضمین د بانکي ګرنټي په ډول ( ۵۴۰۰۰) څلور پنځوس زره افغانۍ ده او داوطلب باید لږ تر لږه (۳۳۷۰۰۰) درې لکه او اوه دېرش زره افغانۍ مالي توانایی ولري.

    په درنښت