د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د احاطې دیوال د جوړولو پروژه

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ

السَّلامُ عَلَيْكُم ورَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاتُهُ

دافغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره(اټرا) ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې ترڅو د ( پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست د احاطې دیوال د جوړولو پروژه) چې ( ATRA-NCB-C3-1403 ) داوطلبۍ شمېرې لرونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطپاڼه د ( اټرا ) ادارې اړوند د تهیه او تدارکاتو ریاست د قراردادونو له آمریت څخه چې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات ۱۸ پوړیزې ودانۍ په دیارلسم پوړ کې موقعیت لري ترلاسه کړي او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل آفرونه په سرتړلي توګه د خبرتیا د خپرولو د نېټې څخه تر ۱۷/۱۱/۱۴۰۳نېټې چهارشنیې په ورځ د سهار تر لسو بجو پورې د دې ادارې د قراردادونو آمریت ته وسپاري ، نا وخته رسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانېستې غونډې جلسه دچهار شنبې په ورځ ۱۷/۱۱/۱۴۰۳ نېټې د سهار په لسو بجو د اترا ادارې اړوند لسم منزل د کنفرانسونو په خونه کې دایرېږي او دیادولو وړیې بولوچې د آفر تضمین د بانکي ګرنټي په ډول ( ۷۱۰۰۰) یو اویا زره افغانۍ ده.

په درنښت