خبرتیا
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ( اترا ) د کمپیوټر ساینس، مخابرات او یا الکټرونیکس او اقتصاد په برخه کې چې دوه اړخیزه سندونه ولری په لاندې شرایطو برابر او وړ اشخاصو په لټه کې ده.
د اعلان نېټه : ۲۹/۱۰/۱۴۰۳
د پای نېټه : ۰۹/۱۱/۱۴۰۳
مواصفات
۱ – د کمپیوټر ساینس ، مخابرات او یا الکټرونیکس او اقتصاد له پوهنځیو ( چې په دواړو برخو کې Double Degree ) څخه د لیسانس تر کچې یې لوړې زده کړې کړي وي .( له پورته یادو تخنیکي برخو څخه فارغ وي او هم له اقتصاد پوهنځۍ څخه د فراغت سند ولری )
۲ – د ډېټا تحلیل او ماډل جوړونې مهارتونه ولري .
۳ – د ډېټا مدیریت او تجزیې راپورونه جوړولو کې پوره مهارت ولري .
۴- د افغانستان له مالي قوانينو، ماليو، مالي حسابونو او نورو اړونده معيارونو، قوانينو، او کړنلارو سره پوره بلدتيا.
۵ – په اقتصادي او کمپیوټر ساینس برخو کې د ستونزو د حل وړتیا ولري .
۶ – د کمپیوټري سافټویرونو ، ټکنالوجۍ ، ډیټا تحلیل او تجزیې په برخه کې حد اقل ۲ کلنه کاري تجربه ولري .
۷ – د ډېټا تحلیل چارتونو او نورو هغه روشونو سره چې په ډېټا کې ترې استفاده کیږی بلدتیا ولری .
۸ – د اقتصادي اصولو او میتودونو باندې پوره واکمن وي .
۹ – د دیتا تحلیل دیټابیس لکه SQL ، اکسل او Power Business Intelligence (PBI) باندې کامل تسلط ولري .
۱۰- د هیواد په رسمي ژبو او انګلیسي ژبې باندې پوره تسلط ولري .
۱۱- د فریکوینسۍ په اړه پوره پوهه ولري .
۱۲-– کاندید باید د ټولو هغو وسایلو او تجهیزاتو د استفادې په اړه پوره معلومات ولري چې د مخابراتو په سکتور کې ترې استفاده کیږي .
مسئولیتونه :
۱- د مقایسوي ګزارشاتو تهیه او ترتیب په مختلفو او مډرنو تکنالوجيو باندې او د هغوی وړاندې کول په خپل وخت سره اړونده آمریت ته .
۲- د مخابراتي وسایلو تشریح او بیا کتنه د هیواد په ګمرکونو کې .
۳- په ګمرک کې د مخابراتي وسایلو او مبایل مشخصاتو مقایسه کول لکه ( مدل ، شمیره ، سریال او IMIE کوډ ) د وړاندې شوي اسنادونو مطابق لکه ( انوایس او دیټابیس)
۴ – د مخابراتي غیر مجاز وسایلو او توکو پيژندل او په اړه یې اړونده څانګو ته خبر ورکول .
۵- د مخابراتي ، انترنتي ، آي ټي او موبایل وسایلو بررسي د ملي او بین المللي ستندردونو او د اړونده طرالعملونو مطابق.
۶- د تورید کوونکو شرکتونو د جوازونو د شرایطو بررسي او تطبیق کول تر څو مخابراتي راډیویي وسایل تورید کړي البته د فریکوینسۍ د جواز نامو او اړونده اسنادو مطابق.
۷ – د وارداتي تجهیزاتو د مشخصاتو دقیق چک او ثبت کول په اړونده ډیټابیسونو کې. او د مخابراتي وسایلو ثبت په ATRASAS ډیټابیس کې .
۸- د تورید شوي موبایلونو فزیکي کنترول د IMIE د ضرورت وړ شرایطو پر اساس.
۹- په ګمرکونو د تورید شوي موبایلونو د IMIE نمبر ثبت او تطبیق په ډیټابیس کې .
۱۰ – د ټولو ورسپارل شویو دندو اجرا چې د اړونده آمر لخوا ورته سپارل شوي وي .
په پورته شرایطو برابر اشخاصو ته به په یاده برخه کې یو لنډ مهاله کورس دایر شي او په آزموینه کې د بریا څخه وروسته او به به دې اداره کې په دندو وګمارل شي .
په شرایطو وړ اشخاص کولاي شی چې د خپل تحصیلي اسناد ، د کاري تجربې اسناد او CV په لاندې برېښنالیک
او یا هم په حضوري توګه کولای شي خپله CV او اړونده اسنادونه د استخدام آمریت ته په لاندې پته وسپاري
پته : د مخابراتو وزارت دیارلسم پوړ د استخدام آمریت