اټرا ادارې د کالسنټر جوړولو پروژه

دافغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره(اټرا) ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې ترڅو د ( اټرا ادارې د کالسنټر جوړولو پروژه ) چې ( ATRA-NCB-G1-1404 ) داوطلبۍ شمېرې لرونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطپاڼه د ( اټرا ) ادارې اړوند د تهیه او تدارکاتو ریاست د قراردادونو آمریت څخه چې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات ۱۸ پوړیزې ودانۍ په دیارلسم پوړ کې موقعیت لري ترلاسه کړي او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل آفرونه په سرتړلي توګه د خبرتیا د خپرولو د نېټې څخه تر ۰۷-۰۳-۱۴۰۴نېټې چهارشنبې په ورځ د سهار تر لسو بجو پورې د دې ادارې د قراردادونو آمریت ته وسپاري ، نا وخته رسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د یادولو وړیې بولو چې د آفر پرانستې څخه دمخه جلسه په ۲۷-۰۲-۱۴۰۴ نېټه شنبې ورځ د سهار لس بجې د تهیه او تدارکاتو ریاست کې دایریږي.
د آفر پرانېستې غونډې جلسه د چهارشنبې ورځ ۰۷/۰۳/۱۴۰۴ نېټې د سهار په لسو بجو د اترا ادارې اړوند (۱۳)دیارلسم منزل د تهیه او تدارکاتو ریاست کې دایرېږي او دیادولو وړیې بولوچې د آفر تضمین د بانکي ګرنټي په ډول (۳۷۴۹۲۸) درې سوه څلور اویا زره نه سوه اته ویشت زره افغانۍ ده.

په درنښت