بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ
السَّلامُ عَلَيْكُم ورَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاتُهُ
دافغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم اداره(اټرا) ټولو په شرایطو وړ داوطلبانو ته بیا ځلې بلنه ورکوي چې ترڅو د ( د مخابراتو وزارت اړوند آی تی توکو پروژه ) چې ( ATRA-NCB-G7-1403 ) داوطلبۍ شمېرې لرونکې ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او شرطپاڼه د ( اټرا ) ادارې اړوند د تهیه او تدارکاتو ریاست د قراردادونو له آمریت څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات ۱۸ پوړیزې ودانۍ په دیارلسم پوړ کې موقعیت لري ترلاسه کړي او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم دې خپل آفرونه په سرتړلي توګه د خبرتیا د خپرولو د نېټې څخه تر ۰۷-۰۲-۱۴۰۴ نېټې یکشنبې په ورځ د سهار تر لسو بجو پورې د دې ادارې د قراردادونو آمریت ته وسپاري ، نا وخته رسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانېستې غونډې جلسه د یکشنبې ورځ ۱۴۰۴/۰۲/۰۷ نېټې د سهار په لسو بجو د اترا ادارې اړوند لسم منزل د کنفرانسونو په خونه کې دایرېږي او دیادولو وړیې بولوچې د آفر تضمین د بانکي ګرنټي په ډول (216666) دوه لکه شپاړس زره شپږسوه او شپږ شپیته افغانۍ ده.
په درنښت