Skip to content

اټرا

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) جدیدالتقرر عمومي رئیس علیقدر سید مولوی برات شاه ندیم آغا د یادې ادارې منسوبینو ته ور وپېژندل شو.

    په دې مراسمو کې د مخابراتو وزیر علیقدر مولوی نجیب الله حقاني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین مولوی سعدالدین سعید، د اسلامي امارت مرستیال ویاند قاري محمد یوسف احمدي، د افغان پوست عمومي رئیس مولوی رحمت الله مکي، د مخابراتو وزارت معین احمد مسعود لطیف رای د افغان ټلې کام عمومي رئیس علي احمد سامند، د اټرا ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل او د اترا ادارې مشاورینو او رئیسانو ګډون وکړ.
    د چارو د ادارې څخه راغلي استازي قاري عبدالستار سعید د امیرالمومنین حفظه الله له لوري اترا ادارې ته د نوي ټاکل شوي رئیس مولوی برات شاه ندیم آغا د تقرر حکم ولوست.
    د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر علیقدر مولوی نجیب الله حقاني رئیس صیب ته د مبارکۍ سربیره په چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ د اترا ادارې په منسوبینو یې غږ وکړ چې ستاسې مرسته او همکاري باید له مولوی صیب برات شاه ندیم آغا سره له وړاندې هم څو چنده زیاته شي تر څو سکتور لا غښتلی او پیاوړی شي.
    د اطلاعات او کلتور وزارت معین مولوی سعدالدین سعید وویل: اترا اداره د هېواد یوه مهمه اداره ده چې تر دې دمه یې چارې ښې سمبال شوي او نوې ټاکنه هم پر ځای ټاکنه شوې زه ډاډه یم چې مولوی صیب به په دې سکتور کې ښه پرمختګونه ولري همدا راز د اسلامي امارت مرستیال ویاند قاري محمد یوسف احمدي د مخابراتو سکتور یو مهم سکتور یاد کړ او په خبره يې چې په اوس کې مخابرات د ژوند د سهولیتونو او اسنتیاوؤ یو لوی اساس دی چې په دې برخه کې مو له مولوی صیب هیله ده چې لا ګټور قدمونه پورته کړي.
    د اټرا ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي نجم الدین ملاخیل نوي ټاکل شوي رئیس ته ښه راغلاست وویل او د مخابراتو وزیر او اټرا ادارې د پخواني سرپرست رئیس مولوی صیب نجیب الله حقاني په اترا اداره کې د کړنو او لاسته راوړنو قدردانی او مننه وکړه.
    په پای کې اترا ادارې نوي رئیس علیقدر سید مولوی برات شاه ندیم آغا په پیل کې د امیرالمومنین حفظه الله په د له کړي باور مننه وکړه او په خبره یې، چې زیاته هڅه به وکړم تر څو یاد باور وشم ساتلی د یادې ادارې منسوبینو ته يې په خطاب کې وویل: هڅه به وکړو چې خدمات په ایماندارۍ، صداقت او اخلاص ترسره کړو.