د ا.ا.ج جمهور رئیس د اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو له ریسانو سره وکتل ۲۷/ ۲ / ۱۳۹۷

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) او مخابراتي سکتور له مسوولینو سره په ارګ کې وکتل. د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) او مخابراتي شرکتونو تر منځ د اړیکو، د مخابراتي شفافو خدمتونو، د نوري فایبر شبکو د پراختیا،  په سکتور کې د لا زیاتې پانګونې، د مالیې او فریکونسۍ پر ستونزو، ځمکې او بانکي پورونو ته د لاسرسي په اړه خبرې وکړې.

د هیواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د مخابراتي سکتور حقوقي موضوعات حل کېږي او زیاته یې کړه اړونده ادارې مکلفې دي چې له مخابراتي شرکتونو سره د امنیت او انرژۍ په برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي.

وروسته د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د ولسمشر حکم ولوست چې په کې راغلي و، په مخابراتي سکتور کې د پانګوالو د لا زیاتو هڅولو، مدیریت او د دولتي ادارو له لوري د چارو د لا ښه والي په خاطر د مخابراتي سکتور د زېربناوو لپاره د ځمکو، ملکیتونو او دولتي تاسیساتو ته د ښه لاسرسي د مخابراتي شرکتونو شبکو ته د بریښنا د تامین، د سکتور مهمو زیربناوو د پراختیا لپاره د داخلي بانکونو څخه د پورونو د ورکړې پالیسۍ، د دولتي اړوندو ادارو لخوا دمخابراتي سکتور لپاره کار او سرمایه ګذارۍ د ښو شرایطو د برابرولو او سکتور د مالیو د کچو د کتنې په هکله لازمې لار ښونې شاملې وي.

د ا.ا.ج   د جمهور رئیس د حکم په هکله د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک وګورئ.

https://president.gov.af/fa/2/5/17/18