موضوع: د کابل ښار له لسمې امنیتي حوزې له سیمې څخه د۴پایو سیم بکسونو نیول او د کابل ښار له مختلیفو څلورلارو څخه د ۲۰۴۴عدد سیم کارټونه را ټولول.

خبر پاڼه د مخابراتی خدمتونو د تنظیم ادارې

نیټه:۱۳۹۰/۰۷/۲۵

موضوع: د کابل ښار له لسمې امنیتي حوزې له سیمې څخه  د۴پایو سیم بکسونو نیول او د کابل ښار له مختلیفو څلورلارو څخه د ۲۰۴۴عدد سیم کارټونه را ټولول.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون له حکمونو سره سم اترا اداره د هیواد په سطح  په مخابراتی سکتور کې د تنظیم او نظارت یواځنۍ مرجع ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت په چوکاټ کې په مستقیل، ازاد،شفاف، موخو ته رسیدونکې او له تبعیض څخه پرته خپل فعالیت تر سره کوي.
د ادارې له  جوړیدو څخه وروسته تر اوسه د مخابراتی مارکیټ د تنطیم او څارنې،د مخابراتی خدمتونو د تنظیم قانون،پالیسي او کړنلارې وضع کړې او د تطبیق کولو په اړه یې په دوامداره ډول په فعالیت بوخت دي او په ۱۳۹۰/۰۷/۲۵ نیټه ۴پایې غیر قانوني سیم بکسونه د کابل په ښار کې ونیولې چې د پیښې جزیات په لاندې ډول دی:
د موضوع جریان:
۱-د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې د ۴ پایو سم بکسونوړد فعالیت مخنوی.
داترا ادارې په ۱۳۹۰/۰۷/۲۵ نیټه راپور تر لاسه کړ چې یو تعداد قانونی ماتونکي وګړي د کابل ښا د لسمه امنیتي حوزې سره نزدې مخابراتي توکې نصب کړي او له جواز څخه پرته له نوموړو توکو څخه په غیر قانونه ډول ګټه  اخلي . دنوموړي راپور د تر لاسه کولو سره سم د اټرا ادارې نظارتي ټیم د حراست از قانون  د ادارې د استازو په مرسته نوموړي ځای ته ولاړل نوموړي ځای ته د ټاکل شوي ټیم له رسیدو څخه وروسته ولیدل شول چې ۴ پایې د سم بکسونو دستګاوې په غیر قانوني ډول مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.ټاکل شوي ټیم دغه غبر قانوني وسایل او تجهیزات ضبط او د مخابراتو وزارت  د مخابراتی خدمتونو د تنظیم ادارې ته انتقال کړل.له دغو نیول شویو  سیم بکسونه څخه هر یو د ۳۲ سیم کارتونو د کارولو وړتیا لري چې په ټولیزه ډول دغه ۴ د سیم بکسونو دستګاوې  د ۱۲۸ سیم کاتونو د کارولو وړتیا لري د ۴ پایو سم بکسونو سر بیره ۵۹ قلم مخابراتي توکي، د اتصالاتو د مخابراتي شرکت ۵۴۰ عدد استعمال شوي سیم کارټونه ، د ام ټي ان مخابراتي شرکت ۷۴۰ عدد استعمال شوي سیم کارټونه ، د روشن شرکت ۵۵ عدد استعمال شوي سیم کارټونه او دافغان بیسیم شرکت ۱ عدد استعمال شوي سیم کارټ له سرغړونکو څخه تر لاسه شوي.د دغو سیم بکسونو څیښتنان چې ۲ بنګله دیشي وګړي دي  د  سیم بکسونو د فعالیت څخه یې ساتنه کوله د امنیتي مسولینو لخوا د کابل ښار لسمې حوزې ته انتقال کړل شول.
متخلیفینو له دغو وسایلو څخه په ګټې احستنې سره لاندې ډول له قانون څخه سرغړونه کړې ده:
•    د قانوني جواز څخه پرته يې د راډیویې فریکونسی څخه ګټه اخستي .
•    مخابراتي خدمتونه یې د قانوني جواز څخ پرته عرضه کړي.
•    غیر مجاز وسایل او تجهیزات یې داترا ادارې له منظوري څخه پرته هیواد ته وارد کړي.
•    هره ورځ یې مخابراتي شرکتونو او دولت په زرګونو ډالره اقتصادي خساره ورکړې.
•    دا امکان هم لري چې متخلیفینو د امنیت ضد فعالیتونه تر سره کړي وي.
دا امکان هم لري چې له دغو وسایلو څخه په ګټه اخستنې سره په افغانستان کې دمخابراتي خدمتونو کفیت هم خراب شوی وي.
۲-د کابل ښار له څلورلارو څخه د موبایل سم کارنوته راټولول:
د هیواد په مخابراتی مارکیټ کې له شته ستونزو څخه یو د سیم کارتونو نه ثبتول او په څلورلارو او سرکونو په سر پلورل دي که د هیواد وکړي او امنیتي ادارې یې له شتونزو سره مخ کړي د امنیتي ځواکونو د بیا بیا غوښتنې اود موضوع اهمیت  ته د کتنې په اساس اوخو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې
او په ۱۳۹۰/۰۵/۳۰ نیټه  یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت محترم سرپرست وزیر تر ریاست لاندې ، د اترا ادارې رئیس او د بورډ غړیو او د مخابراتی شرکتونود رئیسانو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه چې په دې غونډه کې د سیم کارتونو په میکانیزم هوکړه وشوه چې د دغې هوکړې په اساس مخابراتی شرکتونه مکلف دي تر څو د څلورلارو اوسرکونو په سر په مرکز او ولایتونو کې د سیم کارتونو پلورل بند کړي.
د نظارت او کنترول ټیم د مخابراتی شرکتونو د استازو په شتون کې او د جنایي جزمونو سره دمباریزي محترم ریاست په مرسته  دروان کال د تلې د میاشتې له ۴ څخه تر ۲۰ نیټې پږرې ټول ۲۰۴۴ سیم کارټونه  چې ۲۵۷ د افغان بیسیم شرکت ۷۰۷ د روشن شرکت ، ۴۵۴ د ام ټي ان شرکت او ۵۲۶ د ثبت او راجستر له پروسې څخه پرته پلورل جمع او ضبط کړي دي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون د احکامو په اساس د قانوني جواز څخه پرته  د خدمتونو وړاندی کول ، د فریکونسي څخه ګټه احستل او یا د مخابراتی وسایلو او تجهزاتو واریدول ، د سم کارتونو نه ثبتول او د سرکونو په سر د سم کارتونوپه پلورلو لاس پوري کړي دغه سر غړونکي شرکتونه او وکړي  به نغد جریمېه شي موضوع د مخابراتي خدمتونو د بورد ته راجع شوې په اړه به یې د قانون له حکمونو سره سم تصمیم ونیول شي.

په درنښت

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره