د اترا ادارې د ولایتي پرسونل لپاره څلور ورځنی ورکشاپ جوړ شو

۲۲-۱۹ لړم ۱۳۹۲
د اترا  ادارې په نوښت  د نوموړې ادراې  د  ولایتي پرسونل د ظرفیت د لوړولو  په موخه څلور ورځنی ورکشاپ جوړ شو.  په نوموړي ورکشاپ کې  په ولایتونو کې د اترا استازي خپلو دندو،  صلاحیتونو او مسولیتونو ته متوجه کول،  د مخابراتي ستونزو حل ،  مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی،  د مخابراتي خدمتونو د لا ښه کیفیت ،  د غیرقانوني مخابراتي توکیو او د ناراجستره  سیمکارتونو د کارولو څخه مخنیوی او په نورو بیلا بیلا مسایلو هر اړخیزې خبرې وشوې او پریزنټیشونونه وړاندې شول.