د ټولیز لاسرسی د شپږمی پروژې د ۲۲۰ ټاورونو او BTS رسنیزه خبرتیا

خبر پاڼه

نیټه: ۱۲ سنبله ۱۳۹۱

د مخابراتي خدمتونو د تنظيم د قانون په بنسټ اترا اداره او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسؤلیت په غاړه لري چې په ټول هیواد کې د مخابراتي خدمتونو د آسانتیاو د راوستلو لپاره لار هواره كړي.
 له پامه باید ونه غورځوو چې لرې پرتې سیمو ته د مخابراتي شرکتونو لخوا د شبکو دپراختیا په لیست کې د لوژستیکي ستونځو، د پانګې اچونې له پلوه د لوړو لګښتونو او د ټیټو عوایدو  په لاس راوړلو له امله په وروستي پړاو کې ځای ورکول کیږی. نو له دې امله اترا ادارې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم د قانون له حكمونو او د نړيوال د معمول له پروسيجر سره سم د کلیوالو او لرو پرتو سیمو تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستلو لپاره د "مخابراتو د پراختیاصندوق" په نامه يو صندوق جوړ کړى دى.
دمخابراتي خدمتونو دتنظيم دقانون د حكمونو پر بنسټ مخابراتي شرکتونه مكلف دي چې د خپلو خالصو عوایدو څخه د ۲.۵%په اندازه په ربعوار شکل په نوموړي صندوق كې جمع كړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت د اترا ادارې مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي پالیسي او د مخابراتي پراختیا د صندوق له پیسو څخه د ګټه اخیستنې طرزالعمل په ۱۳۸۷ کال کې تکمیل کړ.
د هیواد د ۳۴ ولایتونو په یو تعداد ولسوالیو کې د ذکر شویو دلایلو له مخې شرکتونه دې ته حاضر نه و چې خپلو مخابراتي خدمتونو ته په هغو سیمو کې پراختیا ورکړي نو د ذکر شوې پالیسي سره سم  اترا ادارې د ټولیز لاسرسي پروژې پیل کړې.
د نوموړو پروژو یو تعداد په کلیوالو سیمو کې پلي شوې یو تعداد یې د پلي کیدو په حال کې دي او د یو تعداد سایټونو قراردادونه د امنیتي ستونزو له کبله فسخ شوي دي.
د هيواد په کلیوالو او لرو پرتو سیمو کې د ټوليزلاسرسي د خدمتونو د پراختيايي پالیسي پر بنسټ، اترا ادارې  دټوليزلاسرسي پلان د ۱۳۹۱ کال لپاره ترتیب کړ چې د دغه پلان پر بنسټ د ټولیز لاسرسي شپږمه پروژه چې د هیواد د ۳۴ ولایتونو په ۱۸۵ ولسوالیو کې د ۲۲۰ ټاورونو BTSs لګوي په کار واچوله د داوطلبي له اعلان څخه وروسته په نوموړې پروژه کې لاندني شرکتونه کټونکي اعلان شول:

افغان ټیلیکام   :       (۱۹۵)سايټونه
ام ټي ان        :        (۱۶)   سايټونه
افغان بیسیم     :        (۹)    سايټونه
اوس د ټوليز لاسرسي د شپږمې پروژې د داوطلبي ټولې قانوني مرحلې مكملې شوې چې د هغه په بنسټ د ټوليز لاسرسي د شپږمې پروژې قراردادونه له پورته ذكر شويو شركتونو سره په ۱۳۹۱/۰۶/۱۲نیټه لاسليك شول. او دغه پروژې به د هيواد په هغو سیمو كې تطبیق کیږي په كومو كې چې مخابراتي خدمتونه يا خو نشته او كه شته هم په ټيټه كچه دي.د دغې پروژې په تطبيق كيدو سره  به د هيواد د نوموړو سیمو د  ۴۴۰،۰۰۰ اوسیدونکو مخابراتي اړتیاوې پوره کړي.


په درنښت
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره