د اترا ادارې مشرتابه او د مخابراتي شرکتونو د ریسانو ترمنځ درې میاشتنۍ ناسته وشوه

۵ زمري ۱۳۹۵


د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا)  مشرتابه  د مخابراتي شرکتونو  له ریسانو سره د مخابراتي سکتوراو د خدمتونو د وړاندې کولو اړونده موضوعاتو او همدارنګه د راتلونکو پرمختیايي چارو په هکله د هماهنګۍ او همغږۍ غونډو جوړه شوه . په دې غونډه کې  پر یو لړ تخنیکي، پالیسي ، مقرراتي او امنیتي برخو خبرې وشوې   او په اړه یې د  راتلونکو  لازمو اسانتیاوو او پلانونو په باب بحث او د نظرونو تبادله وشوه.