د فریکونسۍ دملي تخصیصاتو دنوي جدول په اړه عامه نظر غوښتنه پیل شوه

۱۱ لړم ‍۱۳۹۵

د اترا ادارې لخوا  دمخابراتي شرکتونو ،  د انټرنیټي شرکتونو  او د راډیو او تلویزیوني  رسنیو استازو  په ګډون  دفریکونسۍ د ملي تخصیصاتو د نوي شوي  جدول په اړه د عامه نظر غوښتنې دوه بیلا بیلې ناستې وشې  . په دغو توضیحي غونډو کې   ګډونوالو ته د موضوع په اړه  د نوموړې ادارې د متخصیصینو لخوا  د ځانګړو پرزینټیشنونو  په ترڅ کې مفصل معلومات وړاندې   او دمخابراتي سکتور له ټولو  اړوندو اړخونو څخه وغوښتل شول چې د  ټاکلې  مودې په ترڅ کې خپل نظرونه  او وړاندیزونه  د اترا ادارې  ته راوستوي.
د یادونې وړ ده چې د نوموړي جدول  د مسودې بشپړ متن د اترا ادارې په ویب سایټ      www.atra.gov.af کې دعامه لاسرسي لپاره نشر شوي دی.