د مخابراتي خدمتونو له لارې د پولیو واکسین د تطبیق په موخه عامه پوهاوی

۸ چنګاښ ۱۳۹۵

د اترا ادارې مسولینو ، دمخابراتي شرکتونو استازو ، دعامې روغتیا وزارت استازو او د UNICEF استازو په هیواد کې دمخابراتي خدمتونو له لارې د پولیو واکسین په هکله ناسته درلوده . په نوموړې ناسته کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه  ټینګار وشو چې دمخابراتي خدمتونو د ټیلفون له لارې  دې د پولیو ناروغۍ  د خطرونو او د پولیو د واکیسن  په اړه پیغامونه ولیږل شي ،  تر څو  ټول هیوادوال او په ځانګړي ډول د لرو پرتو سیمو او      نا امنه سیمو وګړي  د پولیو واکسین له خدمتونو څخه برخمن شي.