د اټرا ادارې او مخابراتي شرکتونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

۴ سلواغه ۱۳۹۵
د اټرا ادارې مسولینو او د مخابراتي شرکتونو استازو سره   د معمول په څیر میاشتنۍ  دهمغږۍ ناسته درلوده . په نوموړې  ناسته  کې په هیواد  کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت ، پراختیا   او د بیلا بیلو ستونزو او تخنیکي مسایلو په اړه  هر اړخیز بحث  وشو.

د اترا ادارې  دمسولینو لخوا  د مخابراتي شرکتونو استازو  ته  دیادو ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې او ټینګار وشو ترڅو ستونزې حل او هیوادوال له مخابراتي خدمتونو او فرصتونو څخه ګټه واخلي.
همدارنګه  د شرکتونو استازو  هم  د ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل چې د اترا  ادارې د مسولینو ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه .