دکابل پوهنتون د جنوبي آسیا له تحقیقاتي مرکز سره نښلول کیږي

۷ غبرګولی ۱۳۹۶

دافغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مرستیال انجنیرنقیب الله سیلاب  او افغان تیلکام شرکت سرپرست رئیس محمد شریف امین ترمنځ د دوه پروژو قراردادونه لاسلیک شول. لومړۍ پروژه چې له مخې به یې د کابل پوهنتون د انټرنیټ له لارې د جنوبې آسیا له تحقیقاتي مرکز سره ونښلول شي د ۶،۱۷۱،۰۸۴ افغانیو په ارزښت د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د پرمختیایي صندوق (TDF) په مرسته  دافغان تیلکام مخابراتی شرکت لخوا د یوکال په موده کې بشپړه شي.
دوهمه پروژه به د ۵۵،۳۰۹،۳۴ افغانیو په ارزښت د اترا ادارې د  (TDF) پرمختیايي صندوق په مالي مرسته د افغان تیلکام مخابراتي شرکت لخوا د یوکال په موده کې بشپره او ګټې اخیستنې ته چمتوشي، چې له مخې به یې د هیواد ۱۵ دولتي پوهنتونونه  هر یو : لوګر، بامیان، بدخشان، میدان وردګ، بغلان، کندز، ننګرهار روغتون، هرات، هرات ښځینه  او تعلیم او تربیې پوهنتون، بلخ ښوونې او روزنې ، بلخ طب، کنړ او پکتیکا پوهنتونونه د نورې فایبر له لارې له انټرنیټي خدمتونو برخمن شي.