انټرنیوز داټرا له ادارې سره تخنیکي مرسته کوي

۲۸ مرغومى ۱۳۹۴

داټرا ادارې د انټرنیوز  سره د  فریکونسي منجمینټ ، نظارت او کنترول، ریګولیشن ، د  تلویزیونو خپرونو د ډیجیټل سیستم او د ټیلې کمونیکشن  په برخو کې یو تفاهملیک لاسلیک کړ.
  د نوموړي  تفاهلیک له مخې چې د اترا ادارې ریس ډاکټر محمد نجیب عزیزي او په افغانستان کې انټرنیوز مسولې اغلې  شرمیني بایل  ترمنځ لاسیلیک شو ،  انټرنیوز  به د اړوندو چارو د ترسره کولو او همدارنګه د ظرفیت د لوړتیا  په برخه کې د یوه متخصیص په ګمارنې د اترا له ادارې سره په راتلونکې کې  تخنیکي همکاري کوي.