په بامیان ولایت کې د 3G انټرنیټي خدمتونو پوښښ پراختیا مومي

۲۳ وری ۱۳۹۴
د اترا ادارې مسولینو د مخابراتي شرکتونو سره د بامیان ولایت د 3G انټرنیټي خدمتونو د پوښښ پراختیا په   هکله ناسته درلوده ، په نوموړې ناسته کې مخابراتي شرکتونو ته لارښونه وشوه چې مخابراتي شرکتونه باید د روان کال د جوزا ۱۵ نیټې پورې د بامیان ښار ، بند امیر او ځینې نورې مهمې سیمې  د 3G انټرنیټي خدمتونو تر پوښښ لاندې په ښه کیفیت راولي تر څو نوموړي ښار  ته د داخلي او بهرنیو میلمنو او د بامیان ولایت اوسیدونکي لپاره په انټرنیټي خدمتونو کې اسانتیاوې رامنځ ته شي.