اتر ادارې مسولینو د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د همغږۍ ناسته درلوده

۱۲ اسد ۱۳۹۴
د اترا ادارې مسولینو د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه. د نوموړې ناستې موخه  په مخابراتي سکتور کې د شته ستونزو د حل ، دچارو دسمون او د دوه اړخیزه مسولیتونو د ښې پرمخ بیونې اړتیا وبلل شوه.

د اترا ادارې د بورډ ریس ښاغلی داکټر محمد نجیب عزیزي وویل چې اترا اداره   په مخابراتي سکتور کې  د خدمتونو د پراختیا او د خدمتونو د وړاندې کولو  په چارو کې  د  هر اړخیزو هڅو ترڅنګ د هرې ستونزې د حل لپاره د مناسبې  لارې  د موندلو غوښتونکې ده .
نوموړي په خپلو خبرو کې   د سیمکارتونو د ثبت او راجستر په اړه وویل چې    د سیمکارتونو د ثبت او راجستر مسله مهمه ده او سیمکارتونه باید چې ثبت او راجستر شي او زیاته یې کړه  چې  اترا اداره ژمنه ده  چې د مخابراتي خدمتونو دتنظیم قانون سره سم له مخابراتي شرکتونو  او د مشترکینو  له ټولو  قانوني حقونو څخه دفاع وکړي او همدارنګه باید مخابراتي شرکتونه هم د نوموړې ادارې اصول او اړوند قوانین په نظر کې ونیسي.
وروسته د مخابراتي شرکتونو استازو  او اترا ادارې تر منځ د مخابراتي خدمتونو په اړه  خپلې ستونزې ، وړاندیزونه   او نظرونه  له یوبل سره مطرح شول  چې  د اترا ادارې د مسولینو لخوا پرې د حل په موخه مفصلې خبرې او لازمې لارښوونې وشوې.
او ټینګار وشو چې دا غونډې به دومدارې وي یانې  د هرمیاشتې په لومړۍ اونۍ کې  به یوه د همغږۍ غونډه کیږي تر څو په هیواد کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا  او سمون او   د ستونزو  لپاره د حل موندلو په موخه وخت په وخت ګډ  کار وشي  او هیوادوالو ته د خدمت ښې  اسانتیاوې رامنځ ته شي.