د (IVR) په اړه د اترا ادارې مسئولینو او مخابراتي شرکتونو غونډه

۷ وږی ۱۳۹۴
د اترا ادارې مسئولینو دمخابراتي شرکتونو له استازو سره د پیرودونکو دخدمتونو سیستم(IVR) د فعالیت دڅرنګوالي په اړه نظرونه شریک کړل. په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د اترا ادارې دبورد  د  ۷/۳/ ۱۳۹۴ نیټې له پریکړې یادونه وشوه چې په اساس یې د(IVR) خدمتونه په اونۍ کې درې ځله وړیا او له هغې زیات به هره اړیکه په دقیقه ۲،۵ افغانۍ لګښت ولري .
همدارنګه له اړوند آپریتر سره دیوې دقیقې په اوږدو کې  د ګډونوالو د اړیکو ټینګیدوپه اړه خبرې وشوې، چې یوشمیر شرکتونو په دې اړه لازمې کړنې ترسره کړې دي خو ځینې نورو یې بیا په دې برخه کې لازم اقدام نه دی کړی.
په دغه غونډې کې د ګډونوالو د اړیکې ټینګیدلوپه وخت کې د تجارتي اعلانونوخپریدل ترڅیړنې لاندې ونیول شول او دا کړنه د ګډونوالو دغوښتنې خلاف دهغوی د بې ځایه لګښت او منل شویو اصولو خلاف عمل وبلل شو. په غونډه کې یادونه وشوه چې یوشمیر مخابراتي شرکتونو دلګښت پر اساس خپل ګډونوال په ډلو ویشلي دي چې په پایکه کې د ډير لګښت لرونکوکسانو اړیکه په چټکۍ او دکم لګښت لرونکو کسانو اړیکې له اوږده ځنډ وروسته له آپریتر سره ټینګیږي.
ورپسې دمخابراتي شرکتونو استازو خپلې ستونزې مطرح کړې ویې ویل " ځینې ګډونوال له وړیا اړیکو ناوړه ګټه اخلي چې زموږ د پرسونل لپاره مزاحمت رامنځ ته کوي. زیاته یې کړه که  وړیا اړیکې محدودې او یاهم لګښت ولري دمزاحمت کچه به راټیټه شي. دغونډې په پای کې له هر اړخیز نظر اوریدولو  وروسته تصمیم ونیول شوچې اترا اداره به له بررسي اوڅیړنې وروسته په دې اړه تصمیم ونیسي اوشرکتونه به ترې خبر کړي.