د اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو له استازو سره میاشتنی همغږۍ ناسته درلوده

۶ مرغومى ۱۳۹۵

د اترا ادارې مسولینو او د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د معمول په ډول د همغږۍ میاشتنۍ  ناسته درلوده چې په دې ناسته کې د مخابراتي خدمتونو په کیفیت  ، پراختیا ، تخنیکي مسایلو ، ستونزو او حل لارو باندې هر اړخیزې خبرې او بحث وشو.
دناستې په پایله کې  د اترا ادارې لخوا  مخابراتي شرکتونو استازو ته لارښوونه  وشوه  ترڅو اړوندې ستونزې حل کړي او د اترا ادارې لخوا هم د ستونزو په حل کولو کې د همکارۍ ژمنه وشوه .