د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د ښځو نړیواله ورځ (۸) مارچ ونمانځله

۲۴ کب ۱۳۹۴
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د ښځو نړیواله ورځ (۸) مارچ ونمانځله . په هغه غونډه کې چې  په همدې موخه جوړه شوې وه د اترا ادارې مسولینو او کارمندانو ګډون کړی و.


غونډې ته  د اترا ادارې ښځو په استازیتوب اغلې سعادت سلطاني او اغلې سهیلا پوپل  په افغانستان کې د ښځو په ستونزو ، محرومیتونو ،  له ښځو سره د تاو تریخوالی او په دې اړه د مخنیوي په لارو چارو او  لاسته راوړنې خبرې وکړې.

ورپسې د اترا ادارې مرستیال سید محمد انوري په ټولنه کې دښځو  دپوهې ، کار، فعالیت او اهمیت او د اسلام له نظره په ټولنه کې د ښځو په رول خبرې وکړې. د غونډې په اخر کې د اترا ادارې ریس ډاکټر محمد نجیب عزیزي په ټولنه کې ښځو ته په درناوي، ارزښت  او په اسلام کې د ښځو د مقام  په هکله وینا واوروله او  د اترا ادارې ښځینه غړو ته یې د همدې ورخې په مناسبت ډالۍ ورکړې.