د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ داترا ادارې لخوا ونمانځل شوه

   ۲۱ کب ۱۳۹۵
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) لخوا د ښځو نړیواله ورځ (۸ مارچ) ونمانځل شوه. 

په دغو مراسمو کې چې په یادې ادارې کې جوړ شوي وو د اترا ادارې مسولینو او ښځینه کارمندانو ګډون درلود . د غونډې ګډونوالو  ته ادارې ریس ډاکټر محمد نجیب عزیزي  د  ښځو د نړیوالې  ورځې د مبارکې ویلو ترڅنګ د اترا ادارې د ښځینو کارمندانو دکاري ستونزو او د کار د لا ښه چاپیریال د برابرولو په موخه   پشنهادونه واوریدل او اړوندو څانګو  ته یې  د حل په موخه هدایت وکړ . 
ورپسې د اترا ادارې د بورډ غړې اغلې زرغونې جلالزوی پخپلو خبرو کې وویل چې ښځه د ټولنې مهمه برخه ده ،  باید درنښت ورته وشي ځکه بې له ښځې نړۍ نیمګړې ده او ژمنه یې وکړه چې د اترا ادارې د میرمنو د ظرفیت په لوړولو کې  به جدي پاملرنه او کوشش وکړي. د مراسمو په پای کې د نوموړې ورځ په ویاړ  د اترا ادارې په ښځینه کارکونکو ډالۍ وویشل شوې .