د اټرا ادارې عمومي رئیس او مشرتابه دکابل د لید ستونځانو د مسلکي لیسې څخه لیدنه وکړه

۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم  ادارې (اترا) عمومي رئیس محترم ډاکټر محمد نجیب عزیزي او مشرتابه د کابل د لید ستونځانو د مسلکي   لیسې څخه لیدنه وکړه . محترم عزیزي دبیلا بیلو زده کوونکو سره له نږدې خبرې وکړې .  د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل او له هغوی سره یې نقدې مرستې هم وکړې . دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې  د اترا  ادارې لخوا نوموړې لیسې سره د تخنیکي وسایلو مرسته شوې وه  چې پکې (۱۰ دانې د کمپویټر میزونه ،   ۱۰  دانې چوکۍ ، یوه دانه  دعکاسۍ ډیجیټل کیمره ، یو دانه ۳۲ انچه دیوالي تلویزیون ، یو دانه ۵ کیلو واټه  سټپلایزر،  یو دانه ۵  کیلو واټه جنراتور، یوه دانه ساده پرینټر، د پرینټر رنګونه ، یو متوسط  سکنر، دوه دانې لپ ټاپ کمپویټرونه ، یو دانه  سکنر XGA  او ۵ بوتله د کمپویټر د پاکونې سپرۍ )  شامل وو. یاده دې وي  چې محترم عزیزي او مشرتابه د نوموړې لیسې او  له زده کوونکو سره په راتلونکې کې هم د نوموړې ادارې لخوا مخابراتي خدمتونو ته  د ټولیزو لاسرسي د پروژو په چوکاټ کې  مرستو ژمنه وکړه .