د اټرا ادارې مشرتابه او کارکوونکو د ازادۍ ۹۷ یمه کلیزه ونمانځله


۲۷ زمری ۱۳۹۵
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) مشرتابه او ګڼ شمیر کارکوونکو لخوا په اترا اداره کې د هیواد د ازادۍ ۹۷ یمه کلیزې مراسم د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې ونماځل شول . غونډې ته د اترا ادارې عمومي ریس ډاکتر محمد نجیب عزیزي د افغانستان د  خپلواکۍ  په اهمیت او ارزښت د خبرو ترڅنګ د ازادۍ د  ۹۷ یمې کلیزې مبارکي ټولو هیوادوالو ته وویله.