د اټرا ادارې مشرتابه او دمخابراتي شرکتونو استازو ترمنځ دسیمکارتونود ثبت په هکله ناسته وشوه


۱۸ زمری ۱۳۹۵
د اټرا ادارې مشرتابه د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د بایومیترک سیستم له لارې د سیمکارتونو دثبت او راجستریشن په هکله ناسته درلوده . په نوموړې ناسته کې د اټرا ادارې مشرتابه له خوا ټینګار وشو چې ژر تر ژر باید مخابراتي شرکتونو یاد سیستم  پلي کړي او په همدې هکله به جوړشوی  طرزالعمل  هم  له مخابراتي شرکتونو سره  شریک شي . د غونډې په پای کې د اټرا ادارې مسولینو او دمخابراتي شرکتونو  استازو ترمنځ لیکلی تعهد هم وشو ترڅو یاد سیستم  په هیواد کې تطبیق شي.