د بایومیترک سیستم له لارې د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن په اړه ناسته وشوه

۲۳ مرغومى ۱۳۹۴

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا ) مسولینو د  مخابراتي شرکتونو له استازو سره د بایومیترک سیستم له لارې د سیمکارتونو دثبت او راجستریشن اړه  ناسته درلوده ، په هغه  ناسته  کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د  اترا  ادارې  مسولینو لخوا د بایومیترک سیستم له لارې  د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن په هکله  ټینګار وشو اوپه دې هکله لازمې لارښوونې ورکړی  وشوې. په هیواد کې د سیمکارتونو ثبت  د بایومیترک سیستم له لارې مرسته کوي ترڅو د نه راجستر شوی سیمکارتونود پلور مخه ونیول شي او په هیواد کې د امنیت راوستلو او د جرمنو په کمولو  یا له منځه وړلو کې پرمختګ وشي. همدا رنګه د مخابراتي شرکتونو استازو د ددې پروسې څخه د ملاتړ  ښودلو تر څنګ خپل  پشنهادونه او ستونزې د اترا له مسولینو سره شریکې کړې او  د اړوندې موضوع په اړه هراړخیزې خبرې وشوې. وپتیل شوه چې په دې اړه به په راتلونکو غونډو کې پریکړه وشي.