دمخابراتي او معلوماتي تکنالوجۍ د وسایلو دنوعیت د تصدیق په اړه د عامه نظر غوښتنې توضیحي غونډه جوړه شوه

۳۰/عقرب/ ۱۳۹۵

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مسئولینو لخوا په هیواد کې دمخابراتي توکو دنوعیت د تصدیق (Type Approval) مقرراتی سند په اړه دعامه نظرغوښتنې غونډه دمخابراتي شرکتونو، ISP   او TTSP د استازو په ګډون جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې د اترا ادارې د متخصیصینولخواد دموضوع په اړه جوړ شوی پریزینتیشن ګډونوال ته وړاندې شو، له ټولو ملي او بین المللی شرکتونو څخه چې په دې برخه کې کار کوي وغوښتل شول ترڅو د نوموړي سند د بشپړیدو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه په لیکلې بڼه اترا ادارې ته را واستوي. د (Type Approval) سند د اترا ادارې په  ویب سایټ www.atra.gov.af هم کتلی شئ.