د ازاد لاسرسي پالیسۍ د پلې کیدو د همغږۍ غونډه

۱۰ لیندۍ ۱۳۹۵
دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال انجنیر احمدشاه سادات او داترا ادارې د بورډ ریس او مسولینو او د بیلا بیلو وزارتونو او ادارو د استازو سره د ازاد لاسرسي د پالیسي( Open Access Policy ) د ښه تطبیق او همغږۍ  په اړه مشورتي ناسته وشوه .

دغونډې ګډونوالو ته   دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلی سادات وویل چې له دې وروسته به د ازادلاسرسي پالیسي او هغې د ښه پلې کیدو لپاره دهمغږۍ  له مخې  د نوري فایبر په شمول په هیواد کې د نورو مخابراتي زیربناوو د ودې او د موجودو زیربناوو له توپیر پرته ګټې اخیستنې ښه امکانات ولري  .نو د بیلا بیلو وزارتونو او ادارو سره اړوند موضوع شریکه کیږي ترڅو په دې برخه کې له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.

ورپسي د اترا ادارې ریس ډاکټر محمد نجیب عزیزي  د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل مخکي د نوري فایبر له لارې  دمخابراتي او انټرنیټي خدمتونو حق  یوازې له افغان ټیلی کام شرکت سره و خو د ازاد لاسرسي پالیسۍ د پلې کیدو سره به   خصوصي سکتور ته هم د زیربنايي پراختیا په برخو کې  اجازه  ورکول کیږي او په ځانګړې توګه له دې وروسته به   نور شرکتونه هم  له نوري فایبر څخه د ګټې اخیستنې لپاره  سرمایه ګذاري وکړي چې ورسره به خصوصي سکتور له  لورې په  هیواد کې  د انټرنیټي خدمتونه کچه لوړه شي.
په پای کې د غونډې ګډنوالو ته د اړوندې موضوع په هکله پریزینټیشن هم  وړاندې شو   او په بیلو برخو له هړخیز بحث ورسته  پریکړه وشوه چې د اړوندې ادارو په ګډه همکارۍ   یو  طرزالعمل   جوړ  او د هغه له مخې به ‌ ددې  پالیسۍ د ښه تطبیق  لپاره د ټولو  اړوندو دولتي  ادارو لخوا ګډ کار کیږي.