اترا ادارې د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د TDF نهمې پروژې په اړه مشورتي ناسته درلوده.

۳۱ غبرګولی ۱۳۹۶

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مسولینو د  مخابراتي شرکتونو له استازو سره د TDF   د   نهمې پروژې  دپیل  او تطبیق په اړه مشورتي ناسته درلوده . په دغه ناسته کې چې موخه یې په هیواد کې د  TDF   نهمې پروژې پلې کول دي  د اترا ادارې مسولینو  د مخابراتي شرکتونو له استازو څخه  په کلکه غوښتنه وکړه ترڅو په دغه پروژه کې برخه واخلي  ځکه دا د هیواد خلکو په ځانګړي ډول د لرې پرتو سیمو وګړو  ته چې مخابراتې خدمتونو ته لاسرسی نه لري اړینه  ده .   د مخابراتي شرکتونو استازو هم په  دې برخه کې د شته ستونزو  په مطرح کولو  سره  ځینې وړاندیزونه  او نظریات وړاندې کړل . چې د دواړو لورو له خوا  پرې هر اړخیزې خبرې شوې او پریکړه وشوه چې  مخابراتي شرکتونه به خپل وړاندیزونه ، نظریات او خپل مطرح شوي مشکلات  په لیکلي او رسمي بڼه اترا ادارې ته رالیږي ترڅو غور پرې وشوي او یوه ه دحل لاره په دغه برخه کې  ولټول شي .