د سیم بکسونو د فعالیت او د مخنیوي په هکله دحدودو د یوې طرحې جوړولو په اړه ناسته وشوه

۶ تله ۱۳۹۵
د غیرمجازو مخابراتی فعالیتونو  د مخنیوی  په اړه د افغانستان د عدلیې ،  اقتصاد ، کورنیو چارو وزارتونو استازو ، د ملي امنیت ریاست  ، د تجارت خونې   ، د مخابراتي شرکتونو استازو او د اترا ادارې مسولینو  ترمنځ ناسته وشوه.

 په نوموړې ناسته کې د اترا  ادارې مشر  ډاکټر محمد نجیب عزیزي  د سیم بکسونو د غیرقانوني  فعالیتونو، د جزايي حدودو د وضع  کیدو او  په اړوند  قانون کې یې د وضاحت  او ځای پر ځای  کولو په هکله  هر اړخیزه رڼا واچوله  او په هیواد  کې  د سیم بکسونو د فعالیت  د مخنیوي  په موخه د موجود قانون په چوکاټ ددې غیر قانونی عمل د جزا   د درج او  وضاحت  اړتیا جوته کړه .  د هر اړخیزه بحث  او د نظرونو  د تبادلې څخه وروسته  ګډونوالو ته د نظرونو د راټولولو په موخه  یو فارمټ  ورکړل شو ترڅو  د یوې اونۍ په ترڅ کې  خپل وړاندیزونه  او نظریات  په لیکلې بڼه  د اترا ادارې ته وسپاري  ترڅو دعدلیې وزارت سره شریک او یوه ګډه طرحه جوړه  او د وزیرانو شورا ته یې د تاید لپاره وړاندې کړي.