د اترا مسوولینو او دمخابراتي شرکتونو استازو ترمنځ د Spam پیغامونو له کبله دمشترکینو د ستونزوپه اړه ناسته وشوه

۱۱ وري ۱۳۹۲
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مسوولینو او د مخابراتي شرکتونو ترمنځ  د Spam Messages یا د غولونکو اس ایم  ایسونو په اړه ناسته وشوه. په نوموړې ناسته کې چې د اترا مسوولینو لخوا Spam Messages د ستونزو  په هکله  چې دموبایل تیلفونو له لارې  د نوموړو خدمتونو ګټه اخیستونکو ته رسیږي او د تبلیغاتي او غولونکو محتویاتو لرونکي او د نامعلومو مبداو څخه  مشترکین په نښه کوي خبرې وشوې او مخابراتي شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې ژر تر ژره د نوموړې ستونزې د لرې  کولو لپاره اړین تخنیکي،  خدماتي او د مشتریانود شکایتونو دحل  لارو په کارولو د عامه پوهاي  په هکله لازم اقدامات ترسره کړي.


 

همدارنګه په نوموړې ناسته کې د بیل په توګه د پیغامونو (Billing Messages ) په هکله خبرې وشوې او شرکتونو ته هدایت ورکړل شو چې ددې کار لپاره ټول شرکتونه له منظور شوي واحد فارمت څخه کار واخلي او مشترکینو ته د هرې مخابرې د وخت ، د کریډټ لګښت او د پاتې کریډټ په هکله پیغام واستوي تر څو هغوی د مخابراتي خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې په ترڅ کې اړین معلومات ولري.
همدارنګه شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې ډیر ژر د 3G انټرنیټ د اړوند بستو د مصرف او پاتې ډیټا د حجم په هکله هم ګټه اخیستونکو ته د هر ځلې کارونې په پای د ټاکلي فارمټ مطابق پیغام ولیږي.